امریکا ته د چین، کاناډا او مکسیکو خبرداری!

امریکا ته د چین، کاناډا او مکسیکو خبرداری! نړۍ
انځور ارشیف

د امریکا له لوري پر چین، کاناډا او مکسیکو د تعارفو لوړېدو د واشنګټن پر ضد د یادو هېوادونو توند غبرګونونه راپارولي دي.

درې واړو هېوادونو د امریکا دې اقدام ته په غبرګون د غچ اخېستنې ژمنه کړې.

 اېن بي سي نیوز د راپور په بنسټ، د ټرمپ پروني لاسلیک شوي فرمان له مخې به د کاناډا او مکسیکو وارداتو ۲۵ سلنه او د چین پر وارداتو ۱۰ سلنه تعرفې ولګول شي.

 امریکا ویلي، چې په کاناډا او مکسیکو ځکه تعرفې لګول کیږي چې له همدې هېوادونو په بې ساري ډول ناقانونه کډوال راځي چې امریکایي اتباع وژني. 

 د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي، زموږ غبرګون به  د امریکا په وړاندې خورا پراخ وي او زیاته کړې ده، چې دوی به دې پرېکړې ته حتمي ځواب وايي.

 نوموړي ویلي، که ټرمپ د امریکا لپاره د نوې طلایي دورې پيل غواړي، نو غوره ده چې له دوی سره پخوانۍ ملګرتیا وپالي.

 په ورته مهال د مکسیکو ولسمشرې کلاډیا شینباوم ویلي، د اقتصاد وزیر ته لارښونه کوم چې بالمثل عمل وکړي او د امریکا دغه تور چې له مکسیکو څخه غیري قانوني کډوال له قاچاقي لارو امریکا ته ځي ادعا یې ردوو.

 سرچینه وایي، چین په امریکا غږ کړی چې خپلې تېروتنې سمې کړي او د متقابل تفاهم پر ټینګښت دې غور وکړي.

چین ویلي، چې د تعرفو لګول راتلونکی پرمختګ له خطر سره مخ کوي.

 راپور کې د چین سوداګرۍ وزارت د یادو تعرفو په حواله ویل شوي، چې بیجنګ به د سوداګرۍ نړېوال سازمان ته خپله قضیه وړاندې کړي او د خپلو ګټو د ساتنې لپاره به اړین اقدامات ترسره کړي.

 په ورته مهال اقتصادي کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د تعرفو لوړول به د ګټو په ځای تاوان ولري او ممکن د ښکېلو هېوادونو اقتصاد سربېره امنیت او روغتیايي سکټور هم اغېزمن کړي.

تړلي موضوعات