سوريه کې په اسرائیلي اشغالګر پوځ وسلوال برید شوی

سوريه کې په اسرائیلي اشغالګر پوځ وسلوال برید شوی نړۍ
انځور ارشیف

د اسرائیلو اشغالګر پوځ اعلان کړی، چې د دوی په ځواکونو د سوريې اشغال شوې ګولان په قنیطره سیمه کې وسلوال برید شوی. دا د سوریې په خاوره کې د اسرائیلو د یرغل له پیل او د بفر زون له نیولو د بشار الأسد رژيم له نسکورېدو وروسته لومړی ځل دی چې په اسرائيلي صهيونستي پوځ وسلوال بريد ترسره کېږي.

 د اسرائيلي اشغالګر رژيم پوځ زياتوي چې برید پرون ماښام، د جمعې په ورځ ترسره شوی، خو ادعا کوي چې سرتېرو ته یې کوم زیان نه دی رسېدلی او هم يې بريد په شا تمبولی.

 ياد پوځ وايي چې په سیمه کې د اسرائیلو پوځ او د اسرائيلو د اتباعو پر وړاندې د ګواښونو د لرې کولو لپاره به کار وکړي.

 همداراز، د اسرائیلو د پوځ راډیو دا پیښه غیر معمولي وبلله او یادونه یې وکړه چې دا لومړی ځل و چې اسرائیلي ځواکونه د ګولان لوړو او د سوریې په سویلي سیمو کې د دوی د یرغل له پیل راهیسې د ډزو هدف ګرځېدلي دي.

 سوريې کې د بشار الأسد رژيم له ړنګېدو وروسته اسرائيلي پوځ د وضعيت څخه په استفادې ځيني سوريايي سيمې را لاندې کړې چې په سوريه کې نوي حکومت ترې غوښتنه کړې دا سيمې بېرته پرېږدي او ويلي يې دي چې په سوريې سيمو کې د اسرائیلو شتون او بريدونه ورته د منلو نه دي.

تړلي موضوعات