کانګو کې ۳۵۰۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفاني دوجاریک پرون د جمعې په ورځ ویلي، د کانګو شمال ګوما ښار کې له تېرې یکشنبې ورځې راپدېخوا وسله والو بریدونو کې شاوخوا ۷ سوه تنه وژل شوي او ۲۸۰۰ نور ټپیان دي.
سي اېن اېن کانګو کې د خپلو سرچېنو په حواله ویلي، دغه هېواد کې د ایم ۲۳ په نوم وسله واله ډله چې د دوی ګاونډی هېواد روونډا یې ملاتړ کوي د کانګو پوځ سره جګړه کې ښکېل دي.
سرچېنه وایي، دغه وسلواله ډله هڅه کوي چې جګړه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت پایتخت کینشاسا په لور هم وغځوي.
اېم ۲۳ وسله واله ډله د کانګو له پوځ څخه شاوخوا یوه لسیزه وړاندې د توتسي اقلیت په دفاع بېله شوه، توتسي اقلیت له اوږدې مودې راهېسې له ستم او تبعیض سره مخ ده.