افغانستان کې د داعش خوارجو لوی ښودل د دغې پدیدې لپاره کمپاین دی
د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې مفتش یا سیګار وروستی راپور رد او له حقیقت لري بللی دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملاحمدالله فطرت ویلي، داعش خوارج افغانستان کې د امنیتي ځواکونو له لوري په ټول قوت له منځته تللی دی.
ملا حمدالله فطرت ویلي، افغانستان کې داعش ډلې تحرکات په جدي توګه څارل کېږي او د دغې پدیدې د خطر مخنیوي لپاره امنیتي او کشفي ځواکونه کافي دي او په دې برخه کې یې ګټور ګامونه اخېستي دي.
نوموړي داعش خوارج افغانستان کې ګواښ بلل او په غیرمستقیم ډول لوی ښودل د دغې پدیدې لپاره کمپاین بللې او غوښتنه یې کړې، چې داعش ته له کمپاین دې په کلکه ډډه وشي.
اسلامي امارت د سیګار راپور کې افغانستان کې د بهرنیو ډلو شتون رد کړی او هغه غیرحقیقي بللی دی.
دا یادونې ده، چې سیګار په خپل تازه راپور کې داعش خوارج د افغانستان او سیمې لپاره لا هم یو ګواښ بللی دی.