له غزې تړانګې د فلسطینیانو ایستل نژادي تصفیه ده
د ملګرو ملتو عمومي منشي انتونیو ګوترش له غزې د فلسطینیانو ایستل دې تړانګه کې قومي تصفیه بللې او خبرداری یې ورکړی، چې دا ډول هڅې غزه کې د تلپاتي ستونزې حل ناممکنه کوي.
ګوترش العربیه خبري شبکې سره خبرو کې له غزې د فلسطینیانو د جبري ایستلو پرېکړې سره مخالفت کړی او د حماس او اسرائیلو ترمنځ یې د اوریند پر دوام ټېنګار کړی دی.
تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ څلور ځلې غزې څخه مصراو اردن ته د فلسطینینانو د جبرې ویستلو خبره کړې، خو مصر او اردن بیا د ټرمپ له دغې طرحې سره مخالفت کړی دی.
د امریکا ولسمشر ادعا کړی چې له دغې طرحې څخه یې موخه له جګړو او نا امنیو د فلسطینیانو ژغورل او د هغوی د امنیت او هوساینې تضمینول دي.
د چارو شنونکي بیا د ټرمپ همدې درواغجنې خواخوږۍ ته په اشارې وايي، د غزې خالي کولو پر ځای دې واشنګټن د تل ابیت له سیاسي او نظامي ملاتړ لاس واخلي، او فلسطینیان دې پر خپل خاوره ارام ژوند ته پریږدي.