امریکا کې د الوتکې غورځېدو پېښه کې ۶ تنه مړه شوي
دا پېښه تېره ورځ د امریکا فبلاډلفیا شمال ختیځ هوایي ډګر کې شوې ده.
د فاکس خبري اژانس د راپور له مخې دا کوچنۍ الوتکه له پورته کېدو وروسته غورځیدلې او شپږ تنه په کې مړه شوي دي.
سرچېنې لیکلي، له ځمکې پورته کېدو وروسته الوتکه له کورونو سره لګېدلې او اور یې اخېستی دی.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د امریکن ایرلاینز یوې الوتکې واشنګټن ډي سي رونالډ ریګن هوایي ډګر ته نږدې د یوې چورلکې سره ټکر وکړ چې ۶۷ کسان پکې مړه شول.