د بندیانو څلورمه تبادله؛ ۳ اسرائیلیان او ۹۰ فلسطینیان تبادله کېږي

د بندیانو څلورمه تبادله؛ ۳ اسرائیلیان او ۹۰ فلسطینیان تبادله کېږي نړۍ
انځور ارشیف

حماس جهادي غورځنګ اسرائیلو سره د بندیانو د تبادلې پر دوام نن شنبه درې اسرائيلي زندانیان خوشي کوي.

 

اسوشیټېډ پرېس خبر ورکړی، چې په خوشې کېدونکو درېیو بندیانو کې یو فرانسوي او یو هم امریکایي وګړی شامل دي.

 

د دې تبادلې په صورت کې به اسرائیل ۹۰ تنه فلسطینیان ازاد کړي.

 

دا په غزه کې د اوربند له پیله تر اوسه د بندیانو څلورمه تبادله ده چې ترسره کېږي.

 

د راپورونو له مخې تېرو درېیو تبادلو کې حماس جهادي غورځنګ ۱۵ اسرائيلي زندانیان ازاد کړي او په بدل کې یې اسرائیلو بیا ۴۰۰ فلسطیني بندیان خوشي کړي دي.

تړلي موضوعات