سویډن کې د قرانکریم سوځونکی بلاخره ووژل شو

سویډن کې د قرانکریم سوځونکی بلاخره ووژل شو نړۍ
انځور ارشیف

سلوان مومیکا په داسې مهال وژل شوی چې د ټیک ټاک په ژوندۍ برنامه لګیاو.

 

انادولو ترکي اژانس د آفتونبلادت ورځپاڼې د راپور په اساس ویلي، مومیکا تېره شپه د دغه هېواد سودرتلیه ښار کې په مرمۍ وژل شوی.

 

سرچینې ویلي، نوموړی چې په یاد ښار کې مېشت او تېره شپه د ناپېژانده وسلوالو له لوري وژل شوی دی.

 

۳۸ کلن مومیکا تر دې وړاندې هم په  ۲۰۲۳ کال کې څو ځله قرانکریم ته د سپکاوي په موخه د الهي کتاب ورقې سوځولې او څېرې کړې وې.

تړلي موضوعات