د غزې خلک د کډوالۍ پر ځای کنډوالو کې ژوند ته ترجیح ورکوي
د ایران تسنیم خبري اژانس خبریال غزه کې له اوربند وروسته د راستانه شویو کډوالو په حواله ویلي، د غزې خلک د کډوالۍ پر ځای کنډوالو کې ژوند ته ترجیح ورکوي.
غزه کې د یاد اژانس خبریال محمد ابوسلامه ویلي، د تېرې دوشنبې ورځ له نتارسیم کرښې څخه د صهیونیستي رژیم رسمي شاتګ اعلان وروسته د غزې شمال ته د کډوالو د راستنېدو څپه پیل شوه.
د احمد عرفات په نوم د غزې اوسېدونکي چې د خپل کور ړنګو دېوالونو سره خېمه کې ژوند کوي ویلي، هوډ لري چې غزه یو ځل بیا د تېر په څېر اباده کړي.
سرچینې ویلي، غزه کې د صهیونېستي رژیم له لوري د سیمې خلکو کلک مقاومت د صهیونېستانو هغه پلانونه شنډ کړل چې غوښتل یې د جګړو له لارې خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړباسي او غزه هم په خپله ولکه کې راولي.
یاده دې وي چې په تېرو درېیو ورځو کې شاوخوا ۳۷۵ زره کډوال خپلو پخوانیو مېنو ستانه شوي دي.