ټرمپ امریکا کې یو شمېر کډوال ګوانتانامو ته لېږي
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د داسې توقیف ځای د ودانولو د امر خبر ورکړی چې تر ۳۰ زره پورې د بندیانو د ساتنې ظرفیت لري.
ټرمپ ويلي، په دغه زندان کې به هغه بې اسناده کډوال ساتي چې د امریکا خلک ګواښي.
الجزیرې ټلوېزیون د همدې خبر په تائید ویلي، ټرمپ د چهارشنبې په ورځ چارواکو ته امر کړی، چې ګوانتانامو کې اوسنی توقیف ځای پراخ کړي.
څو ورځې وړاندې د ټرمپ له لوري د «لاکین ریلي» په نوم یوه لایحه لاسلیک شوه چې وروسته په قانون بدله شوه.
سرچینه وایي، د دغه قانون له مخې به هغه بې اسناد کډوال چې امریکا کې د غلا او یو شمېر نورو جرمونو په تړاو نیول شوي، تر هغې په زندان کې ساتل کیږي چې دوسیه یې د محکمې له لوري بشپړیږي.
د دغو کډوالو د انتقال ورځ نه ده ټاکل شوې خو د کیوبا حکومت له لوري دا اعلان غندل شوی او تور یې پورې کړی چې امریکایان پر اشغال شوې خاوره تشدد او غیر قانوني توقیف چارې ترسره کوي.