د MSF له مشر سره د داخلي درملو د پیر په تړاو هوکړه شوې

د MSF له مشر سره د داخلي درملو د پیر په تړاو هوکړه شوې افغانستان
د MSF له مشر سره د داخلي درملو د پیر په تړاو هوکړه شوې

د خوړو او درملو ملي اداره خبر ورکوي، چې د دې ادارې مشر ډاکتر عبدالباري عمر په افغانستان کې د MSF مؤسسې له رئیس فلیپ ریبیرو او مل پلاوي سره د درملو داخلي تولیداتو په ملاتړ بحث او خبري کړي.

د خبرپاڼې له مخې ښاغلي عمر په دې کتنه کې ویلي، چې MSF باید د خپلو روغتیایي چارو او پروژو د تر سره کولو په برخه کې له داخلي درملو څخه استفاده وکړي او د درملو له داخلي مارکیټونو څخه پیر وکړي.

دې ادارې زیاته کړې، چې په دې اړه د درملو ملي ادارې د مشر او د MSF مؤسسې د مشر ترمنځ یوه هوکړه هم شوې ده.

په ورته مهال ویل کیږي، چې د MSF مؤسسې مشر ښاغلي پلیپ ژمنه کړې، چې له دې وروسته به د افغانستان داخلي ظرفیت په نظر کې نیسي او د داخلي تولیداتو ترڅنګ به د ټولو باکیفیته توکو او درملو خریداري په افغانستان کې کوي.

تړلي موضوعات