نتنیاهو د اسرائیلو له نظره، هغه ناکام سیاستوال دی او باید استعفا ورکړي

نتنیاهو د اسرائیلو له نظره، هغه ناکام سیاستوال دی او باید استعفا ورکړي نړۍ
د اشغالګر اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په اړه تازه نظر پوښتنه کې راغلي، چې ۶۲ سلنه اسرائیل یې د استعفا غوښونکي او هغه د یو ناکام سیاستوال په توګه پيژني.

 

الجزیرې تلوېزیون په اسرائیلو کې د سرچېنو په حواله خبر ورکړی، چې ۶۲ سلنه اسرائیلیان په دې باور دي چې لومړي وزیر بینامین نتنیاهو د حماس له لوري د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر اوومې برید مخنیوي کې پاتې راغلی او باید استعفا ورکړي.

 

یاد تلوېزیون د نظر پوښتنې پایلو په تړاو زیاته کړې، هغه هېواد کې د اپوزیسیون ۹۳ سلنه رایه ورکونکي د نوموړي د استعفا ملاتړي دي.

 

د نظر پوښتنې پایلې د معاریف په نوم اسرائیلي ورځپاڼې ورکړې او ویلي دي، چې نتنیاهو باید د یو ناکامه سیاستوال په توګه له خپلې څوکۍ لرې شي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې غزه کې له اعلان شوي اوربند را پدېخوا د نتنیاهو کابېنې د مهمو غړو له ډلې د مالیې او امنیت وزیرانو په ګډون د هغه هېواد لوی درستیز هم حماس سره په جګړه کې د ناکامۍ له امله استعفاوې ورکړې.

تړلي موضوعات