د هند وسلو کارخونه کې چاودنه؛ ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هند وسلو کارخونه کې چاودنه؛ ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې نړۍ
انځور ارشیف

رویټرز خبري اژانس د هندي چارواکو له قوله ویلي، چې د ممبۍ ښار ختیځ ته په ۸۰۰ کیلومترۍ کې د وسلو یوې کارخونه کې ۸ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

 

سرچینه زیاتوي، پېښه پرون جمعه د دغه هېواد په بهنداره ولسوالۍ کې مخکې له غرمې را منځته شوې.

 

اژانس د هندي چارواکو په حواله زیاته کړې، چې قربانیان ټول کارګر دي.

 

د پېښې رامنځته کېدو لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی، خو هندي چارواکو ویلي چې په تړاو یې پلټنې روانې دي.

تړلي موضوعات