امریکا کې یو ځل بیا زورور اور؛ چارواکي یې له پخواني خطرناک ګڼي!

امریکا کې یو ځل بیا زورور اور؛ چارواکي یې له پخواني خطرناک ګڼي! نړۍ

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې پرون چهارشنبه د امریکا کلفورنیا ایالت لاس انجلس شمال ځنګلونو کې شدیده اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

یاد اژانس وايي، چې دې اورلګېدنه کې تر دې دمه ۹ زره او ۴۰۰ جرېبه ځمکه سوځېدلې ده او ۳۱ زره کسانو ته د سیمې پرېښودو امر شوی دی.
د لاس انجلس چارواکي وايي، چې د تېزو بادونو له امله د اور لمبې غځېږي او ممکن لسګونه زره نورو کسانو ته هم له کورونو څخه د وتو امر وشي.

د لاس انجلس د اور وژنې مشر انتوني مارون رسنیو ته ویلي، چې دا اورلګېدنه له پخوانۍ اورلګېدنې څخه خطرناکه ده، نوموړی زیاتوي، « هغه وضعیت چې موږ نن ورځ په کې یوو د هغه وضعیت څخه ډېر توپیر لري چې موږ ۱۶ ورځې وړاندې درلودو.»

رویټرز زیاته کړې، چې د دې تازه اور مهار لپاره تر ۴ زرو زیات اور وژونکي کسان لګیا دي، خو د اورلګېدنې مخه سلو کې صفر سلنه نیول شوې.

بلخوا د لاس انجلس پخوانی اور هم دوه ځایه لا بلېږي. چارواکي وايي، پخوانی اور یو ځای ۹۸ سلنه او بل ځای شاوخوا ۶۸ سلنه کابو شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې پخوانۍ اورلګېدنه کې ۲۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۲۵۰ میلیارده ډالر زیان یې تر دې دمه اړولی دی، خو امریکا یې لا مهار کې ناکامه ده.
#حریت_راډيو

تړلي موضوعات