د ترکيې یوه هوټل کې د اورلګېدنې پر مهال ۷۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د ترکيې یوه هوټل کې د اورلګېدنې پر مهال ۷۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی نړۍ
د ترکیې یوه هوټل کې اورلګېدنه

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د ترکیې بولو ښار په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله ۷۶ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان دي.

 

یاد اژانس د ترکیې کورنیو چارو وزیر علي یریلیکایا له قوله ویلي، د اورلګېدنې په تړاو یې ۹ تنه نیولي او زیاته کړې یې ده، چې تر دې مهاله یې د ۴۵ قربانیانو جسدونه خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

 

یاده دې وي، چې دغه اورلګېدنه د سه شنبې په شپه یو ۱۲ پوړیز هوټل کې شوې او ولسمشر رجب طیب اردغان نن چهارشنبه په ترکیه کې ملي ماتم اعلان کړی.

تړلي موضوعات