د اسرائیلو کابېنه د پاشل کېدو پر لور!

د اسرائیلو کابېنه د پاشل کېدو پر لور! نړۍ
انځور ډیزاین حریت راډیو

الجزیرې تلوېزیون خبر ورکړی، چې د اسرائیلو لوی درستیز هرزي هالوي خپله استعفا اعلان کړه.

 

نوموړی چې د اسرائیلو په پوځ کې یې څلور لسیزې دنده ترسره کړې په خپله استعفا لیک کې اعتراف کړی چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د اوومې نېټې په سهار، پوځ د اسرائيليانو د ساتنې ماموريت کې پاتې راغی.

 

ده همدا راز په واضح ډول ویلي، غزه د اسرائیلي پوځیانو لپاره مرګونې وه او دغه مرګونې جګړې د ډېرو پوځیانو او د هغوي د کورنیو لپاره په زړونو ټپونه پرېښودل.

 

د حماس جهادي غورځنګ سره د اوربند معاهده چې اسرائیل یې هوکړې ته اړ کړل د څلور ورځو په تېریدو یې د مالیې او امنیت وزیرانو په ګډون د کابینې پنځو مهمو غړو د نتنیاهو حکومت ننګولی او دندې یې پریښي دي.

تړلي موضوعات