ا.ا د پوهنې وزارت په چوکاټ کې دیني مدرسو ته هم ځانګړې پاملرنه کوي

ا.ا د پوهنې وزارت په چوکاټ کې دیني مدرسو ته هم ځانګړې پاملرنه کوي افغانستان
ا.ا د پوهنې وزارت په چوکاټ کې دیني مدرسو ته هم ځانګړې پاملرنه کوي

د ارګ مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي، چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ له یو شمیر دیني علماوو او د دیني مدرسو له زده کوونکو سره کتلي دي. 

د خبرپاڼې له مخې په دې کتنه کې د دیني مدرسو زده کوونکو د اسلامي امارت له رهبرۍ غوښتنه کړې، چې د دیني مدرسو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه مؤثره اقدامات وکړي. 

په ورته مهال مولوي عبدالکبیر د دیني مدارسو د ستونزو د حل په تړاو ژمنه کړې، چې اسلامي امارت د پوهنې وزارت په چوکاټ کې دیني مدرسو ته هم ځانګړې پاملرنه کوي. 

د خبرپاڼې له مخې سیاسي مرستیال د دیني علومو تر څنګ د عصري علومو پر تدریس او زده کړو هم ټینګار کړی دی.

تړلي موضوعات