طوفان الاقصی عملیاتو د نړۍ بڼه بدله او د اشغالګر رژیم پر وړاندې یې نوي معادلات رامنځته کړل
د حماس جهادي غورځنګ د القسام څانګې ویاند ابو عبیده غزه کې تېره ورځ د اوربند په لومړي ورځ ویلي، د غزې ولس تېرو ۴۷۱ ورځو کې د خپلې ازادۍ او مقدساتو لپاره بې سارې قربانۍ ورکړه.
ابو عبیده په خپله ۲۴ دقیقې پیغام کې ویلي، د حماس مجاهدینو په ډېرو ناڅیزو امکاناتو د دښمن پر وړاندې تر وروستۍ لحظې جګړه وکړه.
ابو عبیده ویلي، له یوې داسې مقابلې سره مخ و، چې اصلا مساوي او برابره نه وه، چې دغه نابرابري د پوځي مهماتو له مخې وه، نه د اخلاقو او روحیې له پلوه.
نوموړي زیاته کړې، د طوفان الاقصی عملیات د غزې له څنډو پیل شول، خو دې جګړې د سیمې بڼه بدله او صهیونیستي رژیم پر وړاندې یې نوي معادلات رامنځته کړل.
نوموړي اشغالګر رژیم جنایتکاره، کمزوری او په سیمه کې د ناورین ريښه بللې چې باید د هڅو او پلانونو مخنیوی یې وشي.
هغه په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړی، چې صهیونیستانو هره هڅه او کوښښ به د خپلواک مقاومت له سېلاب سره مخ شي.
ابوعبیده د خپلو خبرو په بله برخه کې ویلي، د طوفان الاقصی عملیاتو نوي جګړه ییزه محاذونه پرانېستل او اشغالګر یې مجبور کړل، چې د ځان د ملاتړ لپاره له نړېوالو قدرتونو مرسته وغواړي.
ابو عبیده دې تاریخې جګړې ته په اشارې ویلي، له ۴۷۱ ورځو تېرېدو وروسته له شک پرته د اشغالګرو په تابوت وروستی مېخ هم ولګول شو.
هغه د خپلې وینا په اخیر کې د اوربند هوکړې ته د بشپړ عملي کېدو چمتووالي خبر ورکړی، خو ټینګار یې کړې، چې دا ټول چمتووالی د دښمن په التزام پورې اړه لري.
نوموړي ویلي، له ټولې نړۍ یې د ملاتړ میلیونونه لیکونه او پیغامونه ترلاسه کړي دي.
د حماس القسام څانګې ویاند وروسته له هغې دغه پیغام ورکړی، چې غزه کې د اشغالګر رژیم په ۴۷۱ ورځنۍ جګړه کې د وحشت او ظلم نوې طریقې و کارولې خو بیا هم ونه توانېدل چې خپل کوم بندي ترلاسه او حماس له منځه یوسي، چې بلاخره د حماس او مقاومت ډلو شرطونو ته یې غاړه کېښوده او د بندیانو د تبادلې او جګړې درولو او غزې څخه تېښتي منلو ته اړ شول.