د غزې اوربند اسرائیلي حکومت له نسکورېدو سره مخ کړی
د اسرائیلو مالیې وزیر «بتسلئیل سموتریش» ګواښ کړی چې د غزې اوربند دوهم پړاو عملي کېدو سره به حکومت نسکور کړي.
د الجزیرې رسنۍ د راپور په بنسټ، سموتریش غزې ته د خپلو پوځیانو د تګ راتګ پر بشپړې اجازې ټینګار کړی او هلته یې د حماس غورځنګ د له منځه وړلو په موخه پوځي واکمني غوښتې.
سموتریش ګواښ کړی، چې د خبرو د نه تطبیق په صورت کې به اسرائیلي حکومت نسکور کړي، خو راپورونو کې د اوربند پرېکړو په تړاو راغلي، چې اسرائیلي سرتېري به په تدریجي ډول له غزې څخه وځي.
هېره دې نه وي، چې پرون د همدې تړون په موخه د اسرائیلو امنیت وزیر بن ګویر هم له دندې استعفا ورکړه چې کارپوهانو دا پرېکړې د اسرائیلو کابینې کې زیاته بې ثلباتي یاده کړې وه.