حماس وتوانېد د فلسطين قضيه څو کاله پخواني وخت ته وروګرځوي
د اسرائيلي پوځ د استخباراتو پخواني رئيس ويلي، چې «حماس به هيڅکله له منځه ولاړ نه شي او ډېر ژر به خپل پوځ بېرته جوړ کړي». عاموس يدلين دغه خبرې «سي اېن اېن» سره د اسرائیلو او حماس تر منځ په شوې هوکړه په تبصره کې کړې دي.
هغه د دې هوکړې بېلا بېل اړخونه د بېلګې په توګه راخيستي او دا يې په غير مستقيم ډول د اسرائيلو ناوړه ناکامي بللې ده.
عاموس يدلين د بنديانو په تبادله په خبرو کې ويلي، چې سره له دې چې زما په شمول ۸۵سلنه اسرائيليان د دې بنديانو راخوشې کېدل غواړي، خو دا تبادله بېخي د منلو وړ نه ده.
نوموړي دې ته اندېښنه ښودلې، چې حماس به په ژر راتلونکې کې خپل پوځ له سره منظم کړي او ورپسې به د غزې د بيارغونې خبره راپورته شي، خو «د غزې بيارغونه يوازې په هغه وخت کې د منلو ده، چې غزه بې وسلې شي او د حماس له ولکې ووځي، خو دا به ډېر سخت مذاکرات وي».
د اسرائیلي پوځ د استخباراتو دغه پخواني مشر ټينګار کړی، چې «زما له پوهې سره سم حماس به ژر يا په ځنډ په اسرائيلو د توغنديو ورول پيل کړي، ځکه نو له امريکايي اداري سره دا هوکړه ترسره کول اړين دي، چې که حماس خپل نظامي ځواک پياوړی کړ، يا له غزې و نه ووت، نو اسرائيل به د هر شي اجازه ولري».
حماس په تېرو ورځو کې اسرايئلو سره د داسې بريالۍ هوکړې په کولو وتوانېد، چې له امله يې د اسرائيلي چارواکو ترمنځ ژور اختلافات راولاړ شوي دي، ډېری لوړپوړو چارواکو يې دا د خپل هېواد لپاره يوه بده ناکامي وبلله او ځينو يې ان د خپلو دندو د خوشې کولو او حکومت نه د بېلېدو ګواښونه وکړل.