کندهار کې ۳۰ تنه د غلا په تور نیول شوي

کندهار کې ۳۰ تنه د غلا په تور نیول شوي افغانستان
کندهار کې ۳۰ تنه د غلا په تور نیول شوي

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشيد حریت نيوز ته ويلي، چې په تېرو شل ورځو کې یې امنيتي ځواکونو په بولدک ولسوالۍ کې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې ۳۰ تنه د غلا په تړاو نیولي دي.

ښاغلي جمشيد زیاته کړې، چې آمنیتي ځواکونو په دې عملیاتو کې له غلو سره ۶ عرادې موټرسايکلونه، يو عراده الټو موټر هم نیولي، چې د نورو پلټونو په موخه اړوند ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د يادونې وړده، چې په دې وروستيو کې د کندهار ښار په نورو برخو کې هم د امنيتي ځواکونو له لوري ګڼ شمېر کسان د غلا په تور، شکمنو کړنو، مخدره موادو د قاچاق او جنایي جرمونو په تور نیولي دي.

تړلي موضوعات