د تبادلې په لومړۍ ورځ ۹۰ فلسطینیان را خوشې شول

د تبادلې په لومړۍ ورځ ۹۰ فلسطینیان را خوشې شول نړۍ
انځور ډیزاین حریت راډیو

الجزېرې خبري شبکې خبر ورکړی چې په خوشي شویو کې ۶۹ ښځې او ۲۱ نور ماشومان او تنکي ځوانان دي.

 

سرچېنې په عین حال کې خبر ورکړی چې د بندیانو کورنۍ ګواښل شوې چې د خپلو زندانیانو د خوشي کولو لپاره دې د خوښۍ مراسم نه جوړوي.

 

اخوا حماس جهادي غورځنګ بیا د دغو فلسطینیانو په بدل کې برمته شوې درې اسرائیلي ښځې خوشي کړي دي.

 

د حماس او اسرائیلو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به هره ورځ په بشري مرستو بار ۶۰۰ باروړونکي موټر غزې ته د ننوتلو اجازه ولري چې ۵۰ لارې به یې د سوند مواد او ۳۰۰ نورې بیا یواځې د غزې شمال ته ځانګړې شوې، هلته چې ملکیان له سخت وضعیت سره مخ دي.

تړلي موضوعات