۲۱۷ عمري قول اردو کې ګڼ شمیر پوځي وسایط او وسلې ترمیم شوي

۲۱۷ عمري قول اردو کې ګڼ شمیر پوځي وسایط او وسلې ترمیم شوي افغانستان
۲۱۷ عمري قول اردو کې ګڼ شمیر پوځي وسایط او وسلې ترمیم شوي

ملي دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د ۲۱۷ عمري قول اردو د تخنیک او اسلحې مدیریت په حمایه وي لوژستیکي کنډک کې د مسلکي او تخنیکي انجینرانو په دوامداره هڅو سره ګن شمیر پوځي وسایط او سپکې او درنې وسلې بیا ترمیم شوي دي.

دفاع وزارت زیاته کړې، چې په دې ترمیم شویو وسایطو او وسلو کې رینجر موتر، تيلرې، انټرنیشنل، هاموې او ضربتي ټاکونه شامل دي، چې د تیرې ادارې پر مهال له تخریب وروسته اوس بیا جوړ او د ګټې اخیستنې وړ ګرځیدلي.

د یادونې وړ ده، چې په دې قول اردو کې د تیرو شپږو میاشتو پر مهال نږدې ۶۱۴ بیلابیل ډوله پوځي وسایط او ۱۸۲ میله سپکې او درنې وسلې بیا ترمیم شوي دي.

تړلي موضوعات