تېرو ۶ میاشتو کې یې ۱۸۱ بېلابېلې قضیې څېړلې دي

تېرو ۶ میاشتو کې یې ۱۸۱ بېلابېلې قضیې څېړلې دي افغانستان
تېرو ۶ میاشتو کې یې ۱۸۱ بېلابېلې قضیې څېړلې دي

د ختیځ زون اړوند کونړ ولایت امنیه قومنداني وایي، چې په تېرو ۶ میاشتو کې یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۸۱ بېلابېلې قضیې برسي او په تړاو یې ۴۷۱ تورن کسان هم عدلي ارګانو ته ورپېژندلي دي.

د یادې قومندانۍ د جنایې پیښوسره دمبارزي مدیر مولوي فضل الحق هلال وایې، یاد شمېر کسانو کې قاتلین، غله، د نشه یي توکو پلورونکي، شخړو او په بیلابیلو جرمونو کې لاس لرونکي شامل دي، چې د ښه عدالت د تامین لپاره یې عدلي ادارو ته ورپېژندلي ترڅو پرې قانون پلی او دجرمونو کچه راټیټه شي.

ښاغلی هلال زیاتوي هر هغه څوک چې ناوړه جرمونه ترسره کړي دوی قانونې چلند ورسره کوي.

د نوموړي په خبر ه، چې  اداره کې یې دمجرمینو په وړاندي د واسطي او فساد کلکه مخه نیولې،چې دا چاره په یاد ولایت کې دجنایې پیښو د کچې راټیټېدو سبب شوې ده .

تړلي موضوعات