غزه کې د اوربند په تړاو پيل شوې خبرې وروستي پړاو کې دي

غزه کې د اوربند په تړاو پيل شوې خبرې وروستي پړاو کې دي نړۍ
انځور ارشیف

د امریکا ملي امنیت سلاکار جک سلیوان ویلي، غزه کې د اوربند په تړاو نن سه شنبه وروستۍ خبرې کیږي.

 

رویټرز خبري اژانس د امریکا ملي امنیت سلاکار جک سلیوان له قوله ویلي، د اوربند تړون په وروستي پړاو کې دی.

 

بلخوا اسرائیلي چارواکو له دغه اژانس سره په خبرو کې ویلي، په تړون کې له حماس جهادي غورځنګ سره د یرغمل شویو اسرائیلیانو خوشې کول او په څو پړاونو کې له غزې څخه د صهیونېست ځواکونو وتل شامل دي.

 

د سرچینې په خبره، د اوربند تړون پرمهال د امریکا ولسمشر جوبایډن او منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي هم ګډون لري.

 

دوحه د غزې اوربند خبرو کې منځګړی رول لوبوي او پرون یې ښکېلو لوریو ته د اوربند په موخه وروستۍ مسوده هم ورکړې.

تړلي موضوعات