قطر غزه کې د اوربند په موخه ښکېلو لوریو ته وروستۍ مسوده وسپارله

قطر غزه کې د اوربند په موخه ښکېلو لوریو ته وروستۍ مسوده وسپارله نړۍ
غزه کې د اوربند هڅې

رویټرز خبري اژانس قطر کې د یوې پټې سرچېنې له قوله ویلي، غزه کې د اوربند راوستو او جګړې درېدو په موخه اسرائیلو او حماس ته وروستۍ مسوده وسپارل شوه.

 

سرچېنې لیکلي، دا مسوده په غزه کې د جګړې د پای لپاره ترتیب شوې ده.

 

دا چې دا مسوده چا جوړه کړې په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

 

بل لور ته سپینې ماڼۍ ویلي، ولسمشر جوبایډن د یکشنبې په ورځ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، غواړي د واک له سپارلو مخکې غزه کې د اوربند لپاره وروستۍ هڅې تر سره کړي.

 

د راپورونو له مخې، اسرائیلو هغه پلان تصویب کړی چې له مخې به یې صهیونېست رژیم خپل پوځیان له غزې څخه په مکمل ډول باسي.

 

یاده دې وي چې د اوربند خبرې وروسته له هغې پیل شوې چې اسرائیل غزه کې خپله ناکامي له ورایه ویني او په همدې موخه تېره ورځ د موساد استخباراتي ادارې مشر قطر ته تللی.

تړلي موضوعات