له جګړې ستړي اسرائیل د اوربند په لټه دي!
د غزې له ویجاړیو روان مقاومت اسرائیل او د هغوی ملاتړي د جګړې له دوام ناهیلي کړي او اوس یې د استخباراتو مشر د اوربند په تړاو خبرو اترو ته د لار موندنې په موخه قطر ته تللی.
اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د موساد مشر «ډآویډ برنیا» غزه کې د اوربند پر سر د خبرو اترو لپاره قطر ته تللی.
اژانس وایي، د نوموړي سفر به په غزه کې د پرمختګ لپاره یوه نښه وي.
سرچینې زیاته کړې، غزه کې له مرګونې جګړې په لومړیو کې لنډ اوربند شوی او له هغې وروسته شاوخوا ۱۵ میاشتو کې ۴۶ زره فلسطیني وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
یو شمېر جګپوړو اسرائیلي نظاميانو منلې، چې غزه کې د حماس جهادي غورځنګ د ماتې نښه نه لیدل کیږي او ورځ تر بلې ورته درنه مرګ ژوبله اوړي، دوی د نتانیاهو اداره ملامته کړې چې پوځیان یې هلته د ناکامۍ له امله عام وګړي په نښه کوي او ورځ تر بلې د نړېوالو بې باورۍ په لوري روان دي.