د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ څخه ۵۶تنه منسوبین فارغ شوي

د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ څخه ۵۶تنه منسوبین فارغ شوي افغانستان
د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ څخه ۵۶تنه منسوبین فارغ شوي

ملي دفاع وزارت خبر ورکوي، چې د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو د قومندانۍ له بیلابیلو قطعاتو څخه ۵۶ تنه ځوان منسوبین د بیلابیلو څانګو له دوه میاشتینیو مسلکي زده کړو څخه فارغ شوي دي.

د دفاع وزارت د خبر له مخې مسؤلینو له فارغ شویو مجاهدینو څخه غوښتنه کړې، چې په ټولو شرعي امورو کې د خپلو امیرانو اطاعت وکړي او دنده د الله د رضا او اسلامي نظام ته د ښه خدمت په موخه تر سره کړي.

په همدې حال کې دفاع وزارت ویلي، چې نویو فارغ شویو مجاهدینو د اسلام نظام د دفاع او ساتنې ژمنې تر څنګ د هیواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتوالی ښودلی.

تړلي موضوعات