دیني مدرسې او منبرونه دې ازاد او خودمختاره وساتل شي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وزیر خلیل الرحمن حقاني د لوګر ولایت د یوې جهادي مدرسې فراغت غونډه کې ویلي، دیني مدرسې او منبرونه دې ازاد او خومختاره وساتل شي.
د کډوالو چارو وزارت ویلي، محترم حقاني زیاته کړې، چې تېرو نظامونو کې درباري ملایانو د حکومتونو په ناسمو پالیسیو سترګې پټولې او په خبره یې، د دې لپاره چې علما حق ووایي باید د چا تر اثر لاندې رانه شي، نو د دې لپاره لازمه ده چې مدارس او منبرونه ازاد او خودمختاره وساتل شي.
ښاغلي حقاني ټینګار کړی، چې په لیرې پرتو سیمو کې د کلیوالي مدرسې پیاوړې شي او ولسونه دې هم د مدرسو ملاتړ ته دوام وکړي.
نوموړي له دیني عالمانو غوښتي چې د اختلافي مسایلو پر ځای دې اتفاقي مسایلو ته لومړیتوب ورکړي تر څو د ولسونو ترمنځ د یووالي لامل وګرځي.