څلور تنه بغاوتګر امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي

څلور تنه بغاوتګر امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي افغانستان
څلور تنه بغاوتګر امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي

د تخار ولایت امنیه قومنداني په یوه خبرپاڼه کې ویلي، څلور تنه بغاوتګر چې د دې ولایت د چال ولسوالۍ د سمندو کلي اوسېدونکي دي امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د تخار د امنیه قومنداني مطبوعاتي دفتر زیاته کړې، چې دغو کسانو د تبلیغاتو له امله د نظام پر وړاندې سلاح اخیستې و، چې په حقیقت له پوهېدلو وروسته د قومي مشرانو په منځګړیتوب پولیسو ته تسلیم شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له دغو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه، یو راکټ او میل امریکایي پیکا ترلاسه شوي دي.

په ورته مهال د تخار امنیه قومندان مولوي ضیاء الحق تسلیم شوو باغیانو ته د هغوی د سر او مال بشپړ امنیت ډاډ ورکړی دی.

تړلي موضوعات