کونړ کې د شاوخوا ۲۸۳ میلیونه افغانیو په ارزښت رغنیزې پروژې پلې شوې
د کونړ ولایت رسنیز دفتر د خبر له مخې، د تېر ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د اسلامي امارت او مرستندویه مؤسسو له لوري د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۲۸۳،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت رغنیزې پروژې پلې شوې دي.
سرچینې د یاد ولایت د اقتصاد رئیس مولوي عبدالله همت له قوله ویلي، د ټولو ۲۳۹ رغنیزو پروژو له ډلې ۱۲۹ یې بشپړې شوې دي.
د یادونې ده، چې اسلامي امارت په شاوخوا درې کلونو کې ګڼې رغنیزې پروژې پلي کړې دي چې له دې لارې خلکو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې را منځته شوې دي.