تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶ تنه د بیلابیلو جرمونو په تور نیول شوي

تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶ تنه د بیلابیلو جرمونو په تور نیول شوي افغانستان
تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶ تنه د بیلابیلو جرمونو په تور نیول شوي

کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې امنیتي منسوبینو ۲۶ تنه په کاپیسا، تخار، کندهار، غزني او فاریاب ولایتونو کې د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه کسان د غلا، نشه یي توکو استعمال، ناقانونه وسلو ګرځولو او د ځینو نورو جنایي جرمونو په تور امنیتي ځواکونو نیولي دي.

په ورته مهال په دې تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې ۱۱ تنه په ارزګان کې د غلا په تور، ۶ تنه په کاپیسا کې د نشه يي توکو د کارولو په تور ، ۵ کسه په تخار کې له کورنو د غلا په تور، کندهار کې یو تن د ۸۰ زره افغانیو د غلا او یو تن د نشه یي توکو د پلور په تور او یو تن په غزني کې د غلا په تور نیول شوي دي.

دغه راز کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې آمنیتي منسوبینو څه اندازې وسلې او مهمات هم کشف او نیولي دي.

تړلي موضوعات