له ترکیې څه باندې ۷۰۰ ټنه مرستې جوپه افغانستان ته پر لاره ده

له ترکیې څه باندې ۷۰۰ ټنه مرستې جوپه افغانستان ته پر لاره ده افغانستان
ترکیې څخه افغانستان ته په لاره مرستې

ترکي رسنیو د هغه هېواد د ټرانسپورټ وزارت له قوله ویلي، د ۷۲۳ اعشاریه ۸ ټنه بشري مرستې جوپه یې د اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته ولېږله.

 

د انادولو ترکي اژانس د راپور له مخې د بشري مرستو په دې ۲۱ مه جوپه کې ۴ زره خېمې، ۴۳ زره کمبلې، ۵ زره د پخلنځي توکي او ۱۰ زره د خوړو او روغتیایي توکي شامل دي.

 

سرچېنې لیکلي، د مرستو دا جوپه د جمعې په ورځ له انقرې افغانستان ته استول شوې ده.

 

د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته دا د ترکیې هېواد څویمه جوپه مرستې دي، چې افغانانو سره یې ترسره کوي.

تړلي موضوعات