ازبکستاني پانګوال افغانستان کې پانګونې ته چمتو دي

ازبکستاني پانګوال افغانستان کې پانګونې ته چمتو دي   افغانستان
کابل کې د ازبکستان سفیر

کابل کې د ازبکستان سفیر آیبیک عارف عثمانوف پرون مازدیګر د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره د کتنې پر مهال ویلي، د هېواد پانګوال او تاجران یې د افغانستان په بېلابېلو په ځانګړۍ ډول روغتیايي مرکزونو جوړولو، د درملو وارداتو، د سمینټو فابریکو جوړلو او د ډبرو سکرو پېرلو او سوداګریزو برخو کې پانګونې ته چمتو دي.

 

ارګ یې په تړاو ویلي، کتنه کې د ازبکستان سفیر د دواړو هېوادونو په ښو اړېکو خوښي وښوده او په بېلابېلو برخو کې یې د دوه اړخېزو اړېکو پر پیاوړتیا ټېنګار وکړ.

 

د سرچېنې په خبره، اداري مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړېکو په برخه کې د عثمانوف قدرداني وکړه او زیاته کړه، چې اسلامي امارت به سوداګرو او پانګوالو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

تړلي موضوعات