د شهید خلیل الرحمن حقاني شهادت؛ د کورنیو چارو وزیر له ټولو خواخوږو څخه مننه کړې
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په یوه پیغام کې له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې د شهید خلیل الرحمن حقاني د جنازې او فاتحې په مراسمو کې یې ګډون کړی وو.
د کورنیو چارو وزیر په یوه پیغام کې له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله، رئیس الوزراء، د کابینې له غړو، علماوو، دیپلوماټانو، سیاسي څېرو او په بهر کې له مېشتو افغانانو مننه کړې چې د شهید حقاني له کورنۍ سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې.
ښاغلي حقاني ویلي، د فاتحې مراسم پای ته رسېدلي او له خلکو او مجاهدینو غواړي، چې په خپلو کورونو او جوماتونو کې د شهیدانو روح ته دعا وکړي او له نورو سختیو او پکتیا ته له تګ ډډه وکړي.
د یادولو ده، چې د شهید خلیل الرحمن حقاني د فاتحې مراسم نه یوازې په هیواد کې دننه، بلکې د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې هم ترسره شول چې پکې د اسلامي امارت چارواکو، بهرنیو ډیپلوماټانو، مهمو سیاسي شخصیتونو، قومي مخورو ګډون کړی وو.