دوه مالیزیایان له ګوانتانامو څخه تر ازادېدو وروسته بیرته خپل هېواد ته ستانه شول
د امریکا دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ګوانتانامو زندان کې دوه مالیزیایي بندیان یې بیرته خپل هېواد ته استولي دي چې په دې سره په کیوبا کې د امريکا په يوه پوځي اډه کې د ګوانتانامو جهنمي زندان د بندیانو شمېر ۲۷ تنو ته را ښکته شوی.
پنټاګون په یوه بیان کې ویلي چې محمد فاروق بن امین او محمد نذیر بن لاب « د جګړې له قانون څخه د سرغړونې په ترڅ کې د وژنې، په قصدي توګه د جدي جسمي زیان رسولو، دسیسې او د ملکیت د ویجاړولو په ګډون په ګڼو جرمونو اعتراف کړی وو.»
بیان زیاتوي چې دوی په بالي کې د ۲۰۰۲ کال پر مهال په نایټ کلبونو او د ۲۰۰۳ کال په جاکارتا کې پر هوټل د برید د تورن طراح سره همکاري کړې او په دې اعمالو يې اعتراف کړی وو.
پنټاګون زياتوي چې د دواړو کسانو په حق کې د پنځو کلونو بند سزا صادره شوې وه، او دا چې « دا سپارښتنه شوې وه چې دواړه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي یا درېیم خپلواک هېواد ته ولیږدول شي ترڅو د پاتې بند سزا پوره کړي.»
د يادونې وړ ده چې د افغانانو په شمول د اسلامي نړۍ ګڼ شمېر بې ګناه مسلمانان د امريکا لخوا چې د بشر حقوقو د علمبردارۍ او ساتنې دعوې کوي کلونه کلونه د ګوانتانامو په جهنمي زندان کې له محکمې پرته وساتل شول، هلته د مختلفو او سختو شکنجو لاندې وو چې يو شمېر بنديان د شکنجو لاندې په شهادت ورسېدل، ځينې يې له کلونو کړاوونو تېرولو وروسته را خلاص او يو شمېر یې لا هم په دې زندان کې شپې سبا کوي.