حامد کرزی د شهید حقاني کورنۍ سره د خواخوږۍ لپاره پکتیا ته تللی
د تېر حکومت پخوانی مشر حامد کرزی د اسلامي امارت کډوالو چارو وزیر شهید خلیل الرحمن حقاني کورنۍ سره د خواخوږۍ لپاره پکتیا ولایت ته ورغلی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې د حامد کرزي په نشر شویو انځورو کې ښکاري چې نوموړي هغه ته له نږدې څېرو سره د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني ته د غمشریکي لپاره ورغلی دی.
د یادونې ده، چې ګڼ شمېر سیاسي څېرې، قومي مشران او هېوادوال د شهید حقاني د فاتحې لپاره پکتیا ته تللي او د شهید حقاني له کورنۍ سره غمشریکې کړې ده.