اسرائيلو په روانه جګړه کې له ۱۲ زرو زيات زده کوونکي شهيدان کړي

اسرائيلو په روانه جګړه کې له ۱۲ زرو زيات زده کوونکي شهيدان کړي نړۍ

رام الله کې د فلسطين د لوړو زده کړو او روزنې وزارت په خپلو تازه څرګندونو کې خبر ورکړی، چې اسرائيلو اشغالګرو د غزې په روانه جګړه کې تر دې دمه له ۱۲ زرو زيات زده کوونکي شهيدان کړي او له ۱۹ زرو ډېر نور يې ټپيان کړي دي.

په شهيدانو کې يوازې ۶۹۷ تنه د پوهنتونونو محصلان دي، پاتې ټول د ښوونځيو زده کوونکي دي.

دغه وزارت زياته کړې ده، چې اسرائيلو په روانه جګړه کې ۸۸ زره د پوهنتونونو محصلان او له ۷۰۰ زرو ډېر د ښوونځيو زده کوونکي له خپلو زده کړو محروم کړي هم دي.

په دې سربېره د اسرائيلو په بريدونو کې تر دې دمه سلګونه تنه د ښوونځيو او پوهنتونونو استاذان شهيدان شوي او ټپيان دي.

راپورونه ښيي، چې اسرائيلو د خپلو بريدونو پر مهال ښوونځي او پوهنتونونه هم بې توپيره هدف ګرځولي او لسګونه ښوونځي او پوهنتونونه يې يا بشپړ او يا په جزي توګه ويجاړ کړي دي.

اسرائيل د تېر کال د اکتوبر له اوومې راهيسې د امريکا او غرب په پراخ ملاتړ د فلسطينيانو ټولوژنه کوي او تر دې دمه يې نږدې ۱۵۰ زرو فلسطينيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، چې ډېری یې مېرمنې او کوچنيان دي.

د نومبر په شلمه د کوچنيانو د نړۍ‌والې ورځ د نمانځنې پر مهال ګڼو فعالانو په ټولنيزو شبکو وپوښتل، چې ايا دا ورځ د نړۍ د ټولو کوچنيانو لپاره ده؟ او سره له دې چې امريکا او غرب په دې برخه کې ځانونه سرلاري بولي، خو د دوی په ملاتړ د فلسطيني کوچنيانو بې درېغه وژنه ثابتوي چې دوی په دې دعوه کې ريښتيني نه دي.

تړلي موضوعات