د یوې امریکایي کورنۍ پنځه غړي په مرموز ډول وژل شوي
نړېوالو رسنیو ویلي، پرون سه شنبې د امریکا یوتا ایالت کې د یوې کورنۍ ۵ غړي د درېیو ماشومانو په ګډون په کور کې مړه موندل شوي دي.
فاکس نیوز د یوتا ایالت د ویست ویلي پولیسو له قوله ویلي، وژل شوي ۲ لویان، یو ۱۱ کلن هلک او دوه وړې نجونې چې عمرونه یې ۹ او ۲ کالو دي په مرموز ډول وژل شوي.
ورته مهال اسوشیټېډ پرېس اژانس، د ویسټ ویلي ښار د پولیسو څانګې ویاند روکسین وینوکو له قوله ویلي، د سالټ لېک ښار لویدیز ته ۱۴ کیلومترۍ کې د یو بل ځوان جسد هم موندل شوی.
غربي رسنیو د امریکا د وسله والو بریدونو د ارشیف د معلوماتو په اساس ویلي، د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه نیولې د ډسمبر تر ۱۵مې نېټې پورې د وسله والو بریدونو سره په تړلیو پېښو کې ۱۶۰۰۰ امریکایان وژل شوي او څه باندې ۳۰ زره نور ژوبل دي چې د وژنو اکثریت پېښې یې ځان وژنې دي.