سوریه کې ډله ییز قبر؛ تر سل زرو جسدونه په کې پراته دي
رویټرز په امریکا کې مېشت د سوریې مدافع سازمان مشر له قوله خبر ورکړی، چې پلازمینې دمشق څخه بهر په یوه ډله ییز کې لږ تر لږه ۱۰۰ زره جسدونه شتون لري، چې د پخواني ولسمشر بشارالاسد له لوري وژل شوي دي.
رویټرز همداراز د سوریې د اضطراري کاري ځواک مشر معاذ مصطفی له قوله هم ویلي، دغه ډله ییز قبر د دمشق ۴۰ کیلومترۍ اقطیفه سیمه کې د هغو پنځو ډله ییزو قبرونو له ډلې دی، چې تر اوسه دوی پېژندلي دي.
مصطفی ویلي، دوی ډاډه دي چې ښایي ډېر نور ډله ییز قبرونه هم شتون ولري، چې د بې ګناه سوریایانو سربېره بهرني وګړي هم په کې خښ شوي دي.
سوریه کې د ډله ییزو قبرونو راپور داسې مهال ورکول کېږي، چې سوریه کې د بشارالاسد رژیم د تحریر الشام غورځنګ له لوري تر نسکورېدو وروسته یې له ګڼو جنایتونو هم پرده پورته شوه.