د غزې جګړه کې د وژل شویو خبریالانو شمېر نږدې ۲۰۰ تنو ته ورسېد
د ترکیې انادولو خبري اژانس د فلسطیني چارواکو د معلوماتو په اساس ویلي، چې د غزې تړانګه کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اومې راهیسې روانو جګړو کې ۱۹۶ خبریالانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
انادولو داسې مهال دا خبر ورکړی، چې غزه کې تازه د الجزیرې تلوېزیون عکاس احمد اللوح د شهادت خبر ورکړل شوی دی.
په ورته مهال د فلسطین رسنیو ټولنې تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د اشغالګرو اسرائیلو له لوري غزه کې دلبنان المشهد تلوېزیون خبریال محمدبلوشه هم په نښه شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلي اشغالګر په غزه کې د خپلو روانو جنایتونو د افشا مخنیوي په موخه غزه کې په قصدي توګه خبریالان په نښه کوي.