قطر او سعودي کې د شهید حقاني فاتحه واخیستل شوه

قطر او سعودي کې د شهید حقاني فاتحه واخیستل شوه افغانستان
قطر او سعودي عربستان کې د شهید حقاني د فاتحې مراسم

د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان سفارت کې د شهید حاجي خلیل الرحمن حقاني او نورو شهیدانو روح ته د دعا او فاتحې لپاره د قرآن کریم ختم وشو.

 

د شهید حقاني فاتحې دې مراسمو کې ګڼو قطر مېشتو افغانانو، علماوو او ځوانانو برخه اخیستې وه.

 

په دې اړه مراسمو کې قطر کې د اسلامي امارت سفیر ډاکټر محمد نعیم ویلي، ټول مسلمانان له دې فاني نړۍ ځي، خو نېکمرغه هغه دي چې د شهادت دروازې له دې نړۍ څخه دار البقاء ته پرانېزي.

 

ښاغلي محمد نعیم ویلي، شهادت په حقیقت کې د اسلام صف او د دین بدنه لا پیاوړې کوي.

 

نوموړي زیاته کړې، د اسلام دښمنان باید پوی شي چې شهادتونه په حقیقت کې اور او رڼا ده، اور د دښمنانو، شیطان او د باطل پلویانو لپاره، او رڼا د حق او اسلام د پیروانو لپاره ده.

 

بلخوا سعودي عربستان خمیص ښار کې مېشتو مسافرو هم د شهید خلیل الرحمن حقاني فاتحه واخېستله.

 

د فاتحې ګډونوالو ویلي، په هېواد کې د ننه او بهر د افغانانو دا کم ساری وحدت او خپلمنځي خلوص د ولس ترمنځ د هیلو ستر باب غوړوي.

د یادونې وړ ده، چې هېواد کې د شهید حقاني کم سارې فاتحې مراسمو وروسته څو بهرنیو هېوادونو کې هم د شهید وزیر د فاتحې مراسم ترسره شول او د اسلامي امارت او نوموړي کورنۍ سره خواخوږي وښودل شوه.

تړلي موضوعات