قطر له ۱۳ کلونو وروسته سوریه کې خپل سفارت پرانیزي
د قطر بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې هېواد یې له ۱۳ کلونو وروسته یو ځل بیا له سوریې سره د ډیپلوماټېکو اړېکو نوی فصل پیلوي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې قطر به د سه شنبې په ورځ دمشق کې خپله سیاسي استازولۍ بیرته فعاله کړي.
د سرچینې په وینا خلیفه عبدالله المحمود الشریف سوریه کې د دې هېواد سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
بلخوا د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد بن محمدالانصاري ویلي، سوریه کې د خپل سفارت د پرانېستلو د پړاوونو د بشپړولو په موخه یې ډيپلوماټیک پلاوی دمشق ته استولی دی.
د یادونې ده، چې تر قطر وړاندې ترکیې هم له ۱۲ کلن ځنډ وروسته سوریه کې خپلې سفارتي چارې بیرته له سره پیل کړلې.
قطر په ۲۰۱۱ کال کې له سوریې سره خپلې ډېپلوماټېکې اړېکې پرې کړې وې.