هند کې مېشت افغانان د افغانستان او هند مثبتو اړیکو باندې تاثیر لري
د هند ممبۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ سرپرست دوکتور اکرام الدین کامل له افغاني الاصل هندیانو سره کتنه کې ویلي، هند کې مېشت افغانان د افغانستان استازي دي، چې د دواړو هېوادونو په مثبتو اړیکو باندې تاثیر لري.
دې کتنه کې ښاغلي کامل د کلونو په اوږدو کې افغاني الاصل هندیانو له لوري د خپل کلتور او ژبې ساتلو قدرداني کړې.
نوموړی همداراز ویلي، د افغانستان کونسلګري ممبۍ کې مېشتو افغانانو لپاره د زیاتو اسانتیاوو برابرولو او د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د کلتوري او اقتصادي اړیکو پياوړتیا ته بشپړه ژمنتیا لري.
بلخوا د افغاني الاصل هندیانو استازو ښاغلي کامل ته د ځینو ستونزو او مسائلو د حل لپاره یو شمېر وړاندیزو هم وړاندې کړي دي.