سوریې ته د راستنیدونکو کډوالو لړۍ چټکه شوه!
د بشرالأسد دیکتاتورۍ په پای ته رسېدو سره سوریايي کډوالو خپل هېواد ته مخه کړې.
د تازه مالوماتو له مخې له تېرو پنځو ورځو راهېسې څه باندې ۷ زره سوریايي وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د ترکیې کورنیو چارو وزیر علي یریلکایا، انادولو ترکي اژانس سره خبرو کې ویلي، د روانې ډسمبر میاشتې له ۹مې تر ۱۳ مې ۷ زره ۶۲۱ سوریايي کډوال په خپله خوښه ستانه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، د کډوالو د مدیریت په برخه کې یې ښه تګلاره عملي کړې او د هغوی د حقوقو او انساني خپلواکۍ ته یي احترام کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې سوریه کې د تحریر الشام غورځنګ له واکمنېدو سره زرګونه کډوال دغه هېواد ته ور ستانه شوي دي.