د را روان کال لپاره د امنیتي پلان جوړونې کلنۍ غونډه شوې

د را روان کال لپاره د امنیتي پلان جوړونې کلنۍ غونډه شوې افغانستان
درې کوني امنیتي ځواکو

د استخباراتو لوی ریاست خبر ورکړی، چې د را روان ۱۴۰۴ هـ ل کال لپاره د درې ګونو امنیتي ادارو استازو ترمنځ د امنیتي پلان جوړونې کلنۍ غونډه ترسره شوې.

 

د استخباراتو لوی ریاست د خبرپاڼې له مخې دغه غونډه چې ملي دفاع وزارت کې شوې د هېواد وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمدفصیح الدین فطرت، د کورنیو چارو وزارت درستیزوال مولوي عبدالرحیم احمد، او استخباراتو لوی ریاست استازي او یو شمېر نورو مسئولینو په کې ګډون درلود.

 

لوی درستیز دې غونډه کې ویلي، د هېواد امنیت او ارمتیا لپاره هدف، پلان جوړونې او د راتلونکي لپاره یې تجزیې او تحلیل ته اړتیا شته.

 

قاري فصیح الدین فطرت ویلي، امنیتي ځواکونه باید پر موثرو پلانونو کار وکړي څو د امنیتي پېښو مخه ونیول شي.

 

د دې غونډې موخه د ډاډمن امنیت تامین، راتلونکي کال لپاره د امنیتي پلان برابرول او په هېواد کې د سترو پروژو، ټاپي، کاسا زر او نور هغو د امنیت ټینګښت بلل شوی دی.

 

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې په هېواد کې د بشپړ امنیت ترڅنګ په ټولو برخو کې بریالي ګامونه پورته کړي دي.

تړلي موضوعات