د سوریې ولس ته د ابو محمد الجولاني لومړۍ وینا په څه ورټوله وه؟

د سوریې ولس ته د ابو محمد الجولاني لومړۍ وینا په څه ورټوله وه؟ نړۍ
د سوریې تر فتحې وروسته د سوریې ولس ته د ابومحمد الجولاني وینا

د سوریې د تحریر الشام جهادي غورځنګ مشر ابو محمد الجولاني په سوریې د حاکمیت او بشر الاسد رژیم تر نسکورېدو وروسته د پلازمېنې دمشق اموي جومات کې لومړنۍ وینا کړې.

 

ابومحمد الجولاني په خپله لومړۍ وینا کې د تحریر الشام بریا د ټول اسلامي امت بریا بللې ده.

 

یو شمېر نړېوالو رسنیو چې د نوموړي وینا یې نشر کړې ویلي، تر دې بریا وروسته به سیمه کې نوی تاریخ لیکل کېږي او د تاریخ نوی فصل به پیلېږي.

 

ښاغلي الجولاني ډاډ ورکړی، چې د جګړو له کبله د سوریې زیانمنې شوې سیمې به بیرته رغول کېږي.

نوموړي د اسد پر رژيم په نیوکې سره ویلي، چې د ایران د ګټو لپاره یې سوریه یو مرکز ګرځولی و چې اوس به بیرته پاکه شي.

 

هغه همداراز ډاډ ورکړی، چې د اسد له لوري نیول شوي سیاسي بندیان به بیرته ازاد او سوریه به بیرته خپل ولس ته سپاري.

 

دا په داسې حال کې ده، چې سوریه کې د تحریر الشام غورځنګ له لوري د بشارالاسد د کورنۍ ۵۰ کلنې واکمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شو او نوموړی له خپلې کورنۍ سره یو ځای له سوریې وتښتېد.

تړلي موضوعات