دولتي تاسیسات بیت المال دي هیڅ ډول زیان باید ورته ونه رسېږي
د تحریر الشام جهادي غورځنګ مشر ابو محمد الجولاني د سوریې پلازمینې دمشق تر نیول کېدو او د بشار الاسد حکومت تر نسکورېدو وروسته ویلي، د هېواد عمومي تاسیسات د نوموړي ځواکونو ته تر رسمي تحویل پورې به د پخواني لومړي وزیر محمدجلالي تر څارنې لاندې وي.
ابو محمد الجولاني خپلو پلویانو ته ویلي، تر هغې چې د نظام واګې ورسپارل کېږي باید دولتي تاسیساتو ته نږدې نه شي او د بیت المال په توګه باید ورته هیڅ ډول زیان ونه رسېږي.
نوموړي همداراز له خپلو ځواکونو غوښتي، چې له هوایي ډزو دې په کلکه ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د تحریر الشام په مشرۍ جهادي ډلو او پاڅونوالو نن د سوریې پلازمېنه دمشق هم تر خپلې ولکې لاندې راوست او د بشارالاسد په مشرۍ حکومت یې نسکور کړ.