بشار الأسد د دمشق څخه وتښتېد او رژیم یې سقوط وکړ!

بشار الأسد د دمشق څخه وتښتېد او رژیم یې سقوط وکړ! نړۍ

رویټـرز خبري اژانس د لوړ پوړو سوریايي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د سوریې حکومت مشر بشار الأسد د پلازمینې دمشق څخه تښتېدلی دی.

د رویټرز د خبر له مخې بشار په یوه شخصي الوتکه کې بېګاه ناوخته د دمشق ښار څخه نامعلوم لوري ته تللی دی.

په دې سره د بشار الأسد رژیم ړنګ او د تحـ.ریر الشام په مشرۍ جهادي ډلو او پاڅونوالو بریا ترلاسه کړه او  پلازمېنې دمشق واګې یې ترلاسه کړې.

خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې دا مهال د دمشق او نورو مشهورو ښارونو مسجدونو کې د تکبیرونو غږونه اورېدل کېږي او ترڅنګ یې د فتحې او بري نشیدونه او ترانې غږول کېږي.

تړلي موضوعات