د سوریې جهادي ډلې دمشـق ښـار ته ننوتې؛ د بشار الاسد په لټه دي!
د ردع العـ.دوان یا یرغل مخنیوي په نوم اعلان شویو عملیاتو په لړ کې د سوریي جهادي او مقاومت ډلو د ادلب، حلب، حماة، حمص، درعا او ځینو نورو مشهورو ښارونو له نیولو وروسته د پلازمېنې دمشق ښار ته داخل شوي.
د سوریې جهادي ډلو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې څو شېبې مخکې یې مجاهدینو د دمشق هوايي ډګر هم تر خپلې ولکې لاندې راوستی او ترڅنګ یې د صیدیانا په نوم جهنمي زندان مات کړی او زندانېان یې ترې ازاد کړي.
الجزیرې تلوېزیون د سوریې جهادي ډلو څخه لږ مخکې را نقل کړل چې ځواکونه یې دمشق ښار ته د ننوتلو په حال کې دي.
بلخوا سي اېن اېن د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې د پوځي لحاظه پلازمېنه دمشق سقوط شوی.
په ویډیويي صحنو کې چې د سوریې فعالانو خپرې کړې لیدل کېږي چې د بشار الأسد رژیم عسکر په ډلییز ډول د دمشق په واټونو کې د جګړې له لیکو د تېښتې په حال کې دي.
د یادونې وړ ده چې د سوریې جهادي ډلو په کابو ۱۳ ورځو کې وکولای شول چې تر پلازمېنې دمشق ورسېږي او د بشار الأسد رژیم سقوط کړي.